د خيبر پښتونخوا ګورنر په شمالي وزيرستان كښې ترهګر بريد وغندلو ٬ د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو په شهات د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 16 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرو د بريد كلكه غندنه كولو سره په بريد كښې د لېفټېننټ کرنل او کېپټن په شمول د 5 ځوانانو په شهادت د ژور غم ٬ دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې ده غمجنيو كورنيو سره خواخوږي كولو سره شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې او د شهيدانو لوړو درجو لپاره يۍ دعا وكړه۔ ګورنر ووئيل امنيتي ځواكونو د قيمتي ځانونو قرباني وركولو سره ترهګر ووژل۔ ده ووئيل د ترھګرۍ په ضد جنګ كښې د ځانونو قرباني وركوؤنكو اتلانو فرزاندانو ته قام سلام كوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔