د او آئي سي لخوا د مسجد الاقصی تاريخي حيثيت بدلولو له د اسرائيلي اقداماتو غندنه

ریاض۔16مارچ (اے پی پی) د اسلامی مرستې تنظيم (او آئی سی) د مسجد الاقصی د تاریخی او قانونی حیثیت بدلولو حوالې سره د اسرائيلي قابض ځواكونو د غېر قانوني اقداماتو سخته غندنه كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې د او آئي سي لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې مسجد الاقصی ته نزدې د اسرائيل لخوا په غېر قانوني توګه د اوسپنې باؤنډري نصب كولو …

ریاض۔16مارچ (اے پی پی) د اسلامی مرستې تنظيم (او آئی سی) د مسجد الاقصی د تاریخی او قانونی حیثیت بدلولو حوالې سره د اسرائيلي قابض ځواكونو د غېر قانوني اقداماتو سخته غندنه كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې د او آئي سي لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې مسجد الاقصی ته نزدې د اسرائيل لخوا په غېر قانوني توګه د اوسپنې باؤنډري نصب كولو او د خلكو تږ راتږ محدود كولو هڅه كولې شي۔ او آئی سی په خپل بيان كښې وئيلي دي چې القدس ښار د مقبوضه فلسطيني رياست يوازې برخه نه بلكې پلازمينه ده كومه چې جلا كول ممكن نه دي۔ د مسجد الاقصی ټوله سيمه يوازې د مسلمانانو د عبادت ځايې دے۔ د اسرائیل لخوا دا ډول اقدامات كله هم د قبلولو وړ نه دي په كومو كښې چې د اسلامي او مسيحيانو په مقدس ځايونو قبضه مقصود ده۔ دا اقدامات د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوالو قوانينو په ضد دي كوم چې قانوني حېثيت نه لري۔

مزید خبریں