د خيبر پښتونخوا انجونې د ميډيكل زده كړو په شمول په ټولو څانګو كښې له چا نه وروستو نه دي٬ غواړؤ چې د زده كړو ادارو ته زياتې آسانۍ وركول باوري كړې شي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر

پېښور ۔ 15 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د خيبر پښتونخوا انجونې د ميډيكل زده كړو په شمول په ټولو څانګو كښې له چا نه وروستو نه دي٬ غواړؤ چې د زده كړو ادارو ته زياتې آسانۍ وركول باوري كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبر ګرلز میډیکل کالج د ټاپ تھری ګولډ میډلسټ زده كوؤنكو په درناوي كښې د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې د نغد انعامونو وركولو خصوصي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د پېښور ميئر حاجی زبیرعلی، د خېبر ګرلز میډیکل کالج وائس ډین پروفیسر ډاکټر عامر محمد، ټاپ تھری ګولډ میډلسټ زده كوؤنكې تسنیم زهرا، ماہ نوش صالح،عائشه، د دوئي مور پلار او د فېكلټۍ نورو غړو ګډون وكړو۔ په دې موقعه ګورنر درې واړو انجونو تسنیم زهرا، ماہ نوش صالح او عائشه اقبال ته له خپل اړخه نغد انعامونه وركړل۔ په دستوره كښې فاټا سره تعلق لرونكو 10 زده كوؤنكو ته د مالي مرستې په توګه نغد رقم وركړے شو۔ دغسې د خېبر ګرلز میډیکل کالج 40 کلاس فور ملازمینو سره هم مالي مرسته وكړې شوه۔ ګورنر دستورې ته خپل خطاب كښی ووئيل د ميډيكل زده كړې ترلاسه كوؤنكي دې خپلې زده كړې ضائع نه كړي٬ ځوانان ډاكټران دې د ټېكنالوجي په مېدان كښې د حكومت او رياست مرسته او يو وژن سره رامخې ته كېدو سره د ريسرچ او ټېكنالوجي د لارې هېواد د پرمختګ په لاره روانولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د خيبر پښتونخوا انجونې د ميډيكل زده كړو په شمول په ټولو څانګو كښې له چا نه وروستو نه دي٬ او دميډيكل كالجونو په شمول په نورو اعلی تعليمي ادارو كښې هم د انجونو شمېره له هلكانو زياته ده كوم چې د ډاډ وړ خبره ده۔ ده ووئيل غواړؤ چې د زده كړو ادارو ته د زياتو آسانيو رسنه باوري كړې شي۔