عمران خان نن بيا هغه تقرير او هغه دروغ۔ خان صاحب ته چې كله خبره كوې دروغ وائې۔ عمران خان صاحب چې په دروغو وئيلو د څلورو كلونو كومه موده ضائع كړې دومره موده كه ئې شهباز شريف سره ټرېننګ كښې تېره كړې وې نو نن به خېبر پختونخوا كښې د پنجاب په ډول پرمختګ شوے وے۔ عمران خان صاحب په جلسو كښې دروغ وئيلو سره بدلون نه راځي۔ بدلون راوستلو له به د شهباز شريف په ډول شپه او ورځ كار كول وي۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزيب وئيلي دي عمران خان نن بيا هغه تقرير او هغه دروغ۔ خان صاحب ته چې كله خبره كوې دروغ وائې۔ عمران خان صاحب چې په دروغو وئيلو د څلورو كلونو كومه موده ضائع كړې دومره موده كه ئې شهباز شريف سره ټرېننګ كښې تېره كړې وې نو نن به خېبر پختونخوا كښې …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزيب وئيلي دي عمران خان نن بيا هغه تقرير او هغه دروغ۔ خان صاحب ته چې كله خبره كوې دروغ وائې۔ عمران خان صاحب چې په دروغو وئيلو د څلورو كلونو كومه موده ضائع كړې دومره موده كه ئې شهباز شريف سره ټرېننګ كښې تېره كړې وې نو نن به خېبر پختونخوا كښې د پنجاب په ډول پرمختګ شوے وے۔ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل عمران خان صاحب په جلسو كښې دروغ وئيلو سره بدلون نه راځي۔ بدلون راوستلو له به د شهباز شريف په ډول شپه او ورځ كار كول وي۔ دې ووئيل حسد او د اقتدار هوس عمران خان دماغي مريض جوړ كړے۔ دې ووئيل عمران خان خو خپله صوبه كښې د ډينګي مريض سنبالولې نه شي او ټكونه په شهباز شريف كوي۔ دې ووئيل ښه به دا وه چې تا نن خېبر پختونخوا كښې د احتساب عدالت تاله پرانستلو اعلان كړے وے۔ دې ووئيل عمران خان صاحب د خېبر پختونخوا په 53 فيصد سكولونو كښې د څښلو اوبه نشته۔ په 30 فيصد سكولونو كښې ټوائلټ نشته۔ 40 فيصد سكولونو كښې بجلي نشته۔ دې ووئيل عمران خان صاحب چې په دروغو وئيلو د څلورو كلونو كومه موده ضائع كړې دومره موده كه ئې شهباز شريف سره ټرېننګ كښې تېره كړې وې نو نن به خېبر پختونخوا كښې د پنجاب په ډول پرمختګ شوے وے۔