د تيونس او پاكستان ترمينځھ د ترجيحي تجارت لوظنامې له خبرې روانې دي۔ د روان كال په مهال د لوظنامې كېدو په نتيجه كښې دوه اړخيزه تجارت كښې ښكاره ښه والې امكان لري۔ پاكستاني سرمايه كار بايد د تيونس دوره كولو سره دغلته د كاروبار ٬ جوانټ وېنچرز او سرمايه كارۍ موقعې ولټوي۔ د تیونس سفیر عادل الاربی د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری دورې په مهال سوداګرې ورورولۍ ته خطاب

اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان كښې د تيونس سفير عادل الاربي وئيلي دي د تيونس او پاكستان ترمينځھ د ترجيحي تجارت لوظنامې له خبرې روانې دي۔ د روان كال په مهال د لوظنامې كېدو په نتيجه كښې دوه اړخيزه تجارت كښې ښكاره ښه والې امكان لري۔ پاكستاني سرمايه كار بايد د تيونس دوره كولو سره دغلته د كاروبار ٬ جوانټ وېنچرز او سرمايه كارۍ موقعې ولټوي۔ …

اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان كښې د تيونس سفير عادل الاربي وئيلي دي د تيونس او پاكستان ترمينځھ د ترجيحي تجارت لوظنامې له خبرې روانې دي۔ د روان كال په مهال د لوظنامې كېدو په نتيجه كښې دوه اړخيزه تجارت كښې ښكاره ښه والې امكان لري۔ پاكستاني سرمايه كار بايد د تيونس دوره كولو سره دغلته د كاروبار ٬ جوانټ وېنچرز او سرمايه كارۍ موقعې ولټوي۔ تيونس په افريقي براعظم كښې ننوتلو له د يو سترې دروازې حېثيت لري ولې دواړو اړخونو د غوره خبرتيا نه لرلو په سوب پاكستان د تيونس د جغرافيائي حېثيت څخه تر دې دمه خپل معيشت لپاره هېڅ استفاده نه ده كړې نو ځكه پاكستاني سرمايه كار بايد تيونس ته لاړ شي او دغلته د كاروبار ٬ جوانټ وېنچرز او سرمايه كارۍ موقعې ولټوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د تیونس سفیر عادل الاربی د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری دورې په مهال سوداګرې ورورولۍ ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ د هېواد 80 فيصد تجارت اروپائي ائتلاف سره دے۔ ده ووئيل پاكستان تيونس سره د دوه اړخيزه مضبوط تجارت د لارې د افريقا او د اروپائي ائتلاف هېوادونو سره خپل برآمدات ته وده وركولې شي۔ ده ووئيل راروان سباؤن د افريقائي براعظم دے او تيونس د غېر ملكي سرمايه كارو ډاډګيرنه كوي هم دغه سوب دے چې د چين ٬ تركيه او ايران په شمول د يو شمېر هېوادونو سرمايه كار زمونږ هېواد كښې سرمايه كاري كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستاني سرمايه كار بايد د تيونس دوره كولو سره دغلته د كاروبار ٬ جوانټ وېنچرز او سرمايه كارۍ موقعې ولټوي۔ده ووئيل اسلام آباد چیمبر آف کامرس اېنډ انډسټری دې د خپل يو پلاوي تيونس ته په لېږلو غور وكړي او په دې لړ كښې به زمونږ سفارت ددې دورې كاميابولو له هر ممكنه مرسته كوي۔ د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر شېخ عامر وحید خپل خطاب كښې ووئيل پاکستان او تیونس دوه اړخيزه مذهبي ٬ كلتوري ٬ سماجي او سياسي اړيكې لري۔ ولې د دواړو ترمينځه د تجارت حجم ډر كم دے په دې كښې ښه والي له به د تجارتي پلاويو تږ راتږ باوري كول وي دغسې جې په په بېلو څانګو كښې مرسته په ګوته كولو سره دوه اړخيزه تجارت ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل تيونس سره د ميډيكل سائنس او تعليمي څانګې ښه پوهان دي دوئي بايد پاكستان سره مرسته وكړي۔ ده ووئيل تيونس زېتون بهر لېږونكې د نړۍ دوهم لوئے هېواد دے او پاكستان كښې د تيونس د زېتون تېلو او د كھجورو په شمول د تيونس مصنوعاتو ډېر طلب موندلے شي۔ دغسې پاكستان هم تيونس ته ټېكسټائل ٬ د څرمنې مصنوعات ٬ د آپرېش آلات ٬ وريژې او نور څيزونه لېږلې شي۔ ده ووئيل اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری به د خپل يو تجارتي پلاوي تيونس ته په لېږلو غور كوي۔ په دې مهال د اسلام آباد چېمبر آف كامرس دوهم صدر نثار احم مرزا ٬ باصر داؤد ٬ ناصره علي ٬نعيم صديقي او نورو كسانو هم خطاب وكړو۔

مزید خبریں