لندن۔10مارچ (اے پی پی) د اروپائي كمېشن مشر ارسلا وان ډیر لیین وئيلي دي چې په غزه كښې د قحط اندېښنه نظر كښې نيولو سره د مرستې سامان رسولو له به د قبرص او غزه ترمينځه سمندري راهداري روانه اوونۍ كار پېل كړي۔ د برطانوی خبري اژانس روئټرز له مخې د اورپائي كمېشن صد دا بيان د امريكائي صدر جوزبائيډن د هغه بيان څخه يوه ورځ وروستو رامخے ته شوے …
په غزه كښې د قحط انديښنه ٬ د اروپا لخوا د سمندري راهدارۍ دلارې د مرستې سامان رسول پيل كولو اعلان

مزید خبریں
لندن۔10مارچ (اے پی پی) د اروپائي كمېشن مشر ارسلا وان ډیر لیین وئيلي دي چې په غزه كښې د قحط اندېښنه نظر كښې نيولو سره د مرستې سامان رسولو له به د قبرص او غزه ترمينځه سمندري راهداري روانه اوونۍ كار پېل كړي۔ د برطانوی خبري اژانس روئټرز له مخې د اورپائي كمېشن صد دا بيان د امريكائي صدر جوزبائيډن د هغه بيان څخه يوه ورځ وروستو رامخے ته شوے په كوم كښې چې هغه د بحیرہ روم په ساحل د يوې عارضي بندرځايې د جوړولو منصوبې ذكر كړے وو۔ له 5 مياشتو څخه د روان جنګ بندولو سره اړوند په قاهره كښې كېدونكي مذاكرات ډېډلاك سره مخ دي او د روژې مباركه مياشت پېل كېدو څخه وړاندې د جنګ بندۍ امكانات ختم شوي دي۔ د اروپائي كمېشن صدر ووئيل د مرستې يو تنظيم لخوا جمع كړې شوې سامان او د متحده عرب امارات په مرسته د خوراك سامان قبرص څخه روانېدې شي۔ ده په قبرص كښې د مرستې د سامان سائټ دوره كولو څخه وروستو ووئيل مونږ به دا سمندري راهداري په ګډه پېل كوؤ په كومو كښې چې اروپائي ائتلاف ٬ متحده عرب امارات او امريكا شامل ده۔ ده ووئيل مونږ د کورېډور پرانستلو ته نزدې رسېدلې يؤ۔










