ذوالفقار علي بھټو سرکاري شهيد او قامي اتل ګرځولو لپاره په پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد منظور كړے شو

لاهور 08 مارچ (اے پي پي) پخوانے وزير اعظم ذوالفقار علي بھټو سرکاري شهيد او قامي اتل ګرځولو لپاره په پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ د جمعې په ورځ د پنجاب اسمبلۍ په غونډه كښې د پيپلز پارټۍ پارلماني ليډر علي حېدر ګېلاني قرارداد ايوان ته وړاندې كړو كوم چې د رائيو په كثرت سره منظور كړے شو۔