دمام 08 مارچ (اے پی پی)د سعودي عربستان په دمام ښار كښې د فلاحي تنظيم نور لخوا د روژې مباركې مياشتې په مهال روژه ماتي لپاره تيارۍ بشپړ كړی شوي دي۔د سبق نيوز له مخې د دمام ريجنل فلاحي تنظيم لخوا سږ كال د 50 زره كسانو د روژه ماتي اهتمام كولو هدف ټاكلے شوے دے۔ دې ته به غېر مسلم هم رابللې شي۔ انتظاميې وئيلي چې د روژه ماتي …
په دمام ښار كښې د 50 زره كسانو د روژه ماتي انتظامات بشپړ كړی شول

مزید خبریں
دمام 08 مارچ (اے پی پی)د سعودي عربستان په دمام ښار كښې د فلاحي تنظيم نور لخوا د روژې مباركې مياشتې په مهال روژه ماتي لپاره تيارۍ بشپړ كړی شوي دي۔د سبق نيوز له مخې د دمام ريجنل فلاحي تنظيم لخوا سږ كال د 50 زره كسانو د روژه ماتي اهتمام كولو هدف ټاكلے شوے دے۔ دې ته به غېر مسلم هم رابللې شي۔ انتظاميې وئيلي چې د روژه ماتي خېمې ته راتلونكو لپاره به د روژې احكاماتو سره سره په نورو موضوعاتو هم بېلو ژبو كښې د خصوصي درسونو اهتمام كولې شي۔د فلاحي تنظيم لخوا د روژې مباركې په مياشت كښې د وېړيا عمرې انتظام هم كولې شي چې له مخې به يې خلك د دمام نه مكې مكرمې ته راوستلو او بېرته بوتللو لپاره خاص ټرانسپورټ سروس چمتو كولې شي۔ د تنظيم چيئرمېن عبدالهادي الشمري وينا وه چې سږ كال لګېدونكې 17 مه افطار خېمه د دمام په شاه فهد ستره لاره جامع مسجد الفرقان سره وي










