سپيکر د صوبائي اسمبلۍ غونډه(نن) راوبلله

پېښور 08 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ سپيکر د اسمبلۍ غونډه (نن) د خالې په ورځ د مارچ په نهمه نېټه رابللے ده۔ د صوبائي اسمبلۍ سېكټرېټ لخوا د جاري اعلاميې له مخې د صدارتي الېكشن رولز 1988 له مخې ترلاسه احتيارات كارولو سره سپيکر د اسمبلۍ غونډه د خالي په ورځ د مارچ په 9مه نېټه كال 2024 سهار لس بجے رابللې ده۔