پېښور 07 مارچ (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ نون لارښودې ثوبيه شاهد په پېښور هائي كورټ كښې ميډيا سره په خبرو كښې وئيلي چې په اسمبلۍ كښې د رامخې ته شوې ناوړه پېښې سپيكر له نوټس اخستل پكار دي۔ دې ووئيل ما په دې لړ كښې په تهاڼه كښې اېف آئي آر هم درج كړے دے٬ ما سره چې څه شوي په دې كښې د تحريك انصاف وركران ككړ دي۔ ثوبيه شاهد ووئيل د مېرمنو په خاص چوكۍ زمونږ وكيل نن عدالت ته وړاندې شوې خو نيټه بدله شوه۔ دې زياته كړه چې د صوبائي اسمبلۍ سپيکر له د پېښې ازخود نوټس اخستل پكار وو۔