پیښور۔ 06 مارچ (اے پی پی) خیبرپښتونخوا کښې 15 كسيزه کابینه تشکیل كړے شوې ، ګورنر خیبرپښتونخوا په سمرۍ لاس ليك وكړو۔ د اعلامیه تر مخه د خیبر پښتونخوا کابینه به په 15 غړو مشتمل وي ، کابینه كښې ارشد ایوب، شکیل احمد، فضل حکیم خان، محمد عدنان قادري ، عاقب اللہ او محمد سجاد شامل کړے شوي، دغسې مینا خان او فضل شکور هم په صوبائي کابینه كښې شامل دي ۔ پ صوبائي کابینه كښې موجود نورو غړو كښې نذیر عباسي ، پختون یار، آفتاب عالم، خلیق الرحمان، قاسم علی شاہ، فیصل خان ترکئۍ او محمد ظاهر شاہ طورو هم شامل دي ۔ په کے پی حکومت كښې 5 مشاور هم اغستے شوي چې پكښې سید فخر جهان، مزمل اسلم، مشال اعظم او محمد علی سیف شامل دي ۔ د ذرائعو وېنا ده ملاقات كښې د پخواني سپیکر مشتاق غني د سینئر وزیر په جوړولو مشاورت شوے او د پاتي وزيرانو اغستو اختيار علي امین ګنډاپور له وركړے شوے ۔