د امریکې نائب صدر د اسرائیل سیاسي لارښودو سره ملاقات، د رفح په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

واشنګټن 05 مارچ (اے پي پي) د امریکې نائب صدر کملا هیرس د اسرائیلی وزیراعظم بینجمن نیتن یاهو سیاسي حریف ریټائرډ جنرل او پخواني دفاع وزير بینی ګینټز په خواست په واشنګټن كښې هغوې سره ملاقات كړے او د رفح په صورتحال ئې د خيالاتو څركندونه كړې ۔ د العربیه اردو له مخې د وائټ هاؤس چارواكو ووئيل د ملاقات خواست بینی ګینټز كړے ؤ او ډیموکریټك انتظامیه خیال لري …

واشنګټن 05 مارچ (اے پي پي) د امریکې نائب صدر کملا هیرس د اسرائیلی وزیراعظم بینجمن نیتن یاهو سیاسي حریف ریټائرډ جنرل او پخواني دفاع وزير بینی ګینټز په خواست په واشنګټن كښې هغوې سره ملاقات كړے او د رفح په صورتحال ئې د خيالاتو څركندونه كړې ۔ د العربیه اردو له مخې د وائټ هاؤس چارواكو ووئيل د ملاقات خواست بینی ګینټز كړے ؤ او ډیموکریټك انتظامیه خیال لري چې د اسرائیل وزیراعظم د اړخه په دې ملاقات د اعتراض باوجود کملا هیرس د اسرائیل يوو نوموړي سیاسی لارښود سره خبري كول ضروری دي۔کملاهیرس د بینی ګینټز سره ملاقات څخه وړاندې میډیا سره خبرو كښې ووئيل د امریکې صدر او زه د اول څخه په دې اړه متفق وو چې اسرائیل د خپلې دفاع حق لري او دا چې ټول نيولے شوو كسانو راخوشې كولو ته ضرورت دے او مونږ پخپل موقف اوس هم قائم يو۔

مزید خبریں