ریو دے جینیرو ۔23 فروری(اے پی پی) د تركيه خارجه وزير خاقان فیدان نړيوالې ورورولۍ او جي- 20 ته اپيل كړے دے چې هغه دې په غزه كښې جنګ بندۍ او دوه رياستي حل لپاره زيات فعاله كردار ترسره كړي۔ د ټي آر ټي له مخې د جی۔20 خارجه وزيرانو غونډه د برازيل په كوربتوب كښې په پلازمينه ریو دے جینیرو كښې پېل شوې ده۔ په غونډه كښې د يوكرېن …
جی۔20 دې په غزه كښې جنګ بندۍ او دوه رياستي حل لپاره زيات فعاله كردار ترسره كړي٬ تركيه

مزید خبریں
ریو دے جینیرو ۔23 فروری(اے پی پی) د تركيه خارجه وزير خاقان فیدان نړيوالې ورورولۍ او جي- 20 ته اپيل كړے دے چې هغه دې په غزه كښې جنګ بندۍ او دوه رياستي حل لپاره زيات فعاله كردار ترسره كړي۔ د ټي آر ټي له مخې د جی۔20 خارجه وزيرانو غونډه د برازيل په كوربتوب كښې په پلازمينه ریو دے جینیرو كښې پېل شوې ده۔ په غونډه كښې د يوكرېن په حالاتو ٬ په غزه اسرائيل لخوا په روانه بريدونو ٬ نړيوالو حالاتو ٬ د كثير الفريقي تنظيمونو په استحكام ٬ د ماحولياتي بدلونونو په ضد په روانو هلو ځلو ٬ په بې وزلۍ كښې په كمي او په نړيوالو انتظامي تګلارو كښې په اصلاحاتو خبرې روانې دي۔ خارجه وزير خاقان فيدان د غونډې اولني نشست ته خپل خطاب كښې ووئيل په غزه كښې روان بربريت دې په سمدستي توګه بند كړې شي۔ ده زياته كړه چې جی۔20 له به په غزه كښې جنګ بندۍ او دوه حكومتي حل لپاره زيات فعاله كردار ترسره كول وي۔










