په فلسطين كښې د اسرائيلي بربريت او نسل كشۍ د روانې مجرمانه لړۍ 134 مه ورځ ٬ د غزه 90 فيصده آبادي بې كوره شوه

غزہ۔18فروری(اے پی پی) د فلسطین په غزه سيمه كښې د اسرائيلي بربريت او نسل كشۍ مجرمانه لړۍ په 134 مه ورځ هم روانه پاتې شوه ٬ د غزه 90 فيصده آبادي بې كوره شوې ده۔ د فلسطين خبررسنې ادارې له مخې د خالي په ورځ په فلسطين كښې د روانې نسل كشۍ په 134 مه ورځ اسرائيلي پوځ په بربريت كښې توپخانې او جنګي اولتكې وكارولې چې په نتيجه كښې …

غزہ۔18فروری(اے پی پی) د فلسطین په غزه سيمه كښې د اسرائيلي بربريت او نسل كشۍ مجرمانه لړۍ په 134 مه ورځ هم روانه پاتې شوه ٬ د غزه 90 فيصده آبادي بې كوره شوې ده۔ د فلسطين خبررسنې ادارې له مخې د خالي په ورځ په فلسطين كښې د روانې نسل كشۍ په 134 مه ورځ اسرائيلي پوځ په بربريت كښې توپخانې او جنګي اولتكې وكارولې چې په نتيجه كښې يۍ نور د سوؤنو په شمېر فلسطيني وګړي شهيد او ژوبل شول۔ په ختيز خان يونس كښې په مشرقي القراره د بمبارۍ په نتيجه كښې د غنيم كورنۍ 5 كسان شهيد شول۔ په غزه كښې د روغتيا وزارت وئيلي چې قابض پوځ ناصر میډیکل کمپلېکس په پوځي چھاؤڼۍ كښې بدل كړې دې او دغې ځايې څخه يۍ د طبي عملې ګڼ شمېر كسان حراست كښې اخستې دي۔ په دير البلح كښې اسرائيلي پوځ بمباري وكړه چې په نتيجه كښې يۍ دوه وګړي ژوبل شول كوم چې شہداء الاقصیٰ روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ په الشیخ رضوان كښې د یونس خلف برکه په كورنۍ د بمبارۍ په نتيجه كښې لس كسان شهيدان شول۔ د ختيزې رفح په الحنينه كالونۍ كښې د اسرائيلي بمبارۍ د لاسه 32 كن حاتم ابو جزر شهيد شو۔

مزید خبریں