غزہ۔17فروری(اے پی پی) د فلسطين د سوئيلي ښار غزہ په مركزي النصر روغتون كښې د اسرائيلي دفاعي پوځ د خصوصي كارروايۍ له امله رنځوران او د عملې د سوؤنو په شمېر غړي زياتو ستونزو سره مخ شوي او په دې مهال 4 رنځوران په حق رسېدي دي ۔ د المان خبري اژانس ډي ډبليو له مخې د غزه د مركزي روغتون په آئي سي يو كښې د آكسيجن د ختمېدو …
د غزه په النصر روغتون كښې د آكسيجن د ختميدو له امله 4 رنځوران په حق ورسيدل

مزید خبریں
غزہ۔17فروری(اے پی پی) د فلسطين د سوئيلي ښار غزہ په مركزي النصر روغتون كښې د اسرائيلي دفاعي پوځ د خصوصي كارروايۍ له امله رنځوران او د عملې د سوؤنو په شمېر غړي زياتو ستونزو سره مخ شوي او په دې مهال 4 رنځوران په حق رسېدي دي ۔ د المان خبري اژانس ډي ډبليو له مخې د غزه د مركزي روغتون په آئي سي يو كښې د آكسيجن د ختمېدو په نتيجه كښې 4 رنځوران مړه شوي دي۔ د روغتون د ذريعو له مخې اسرائيلي عسكر د روغتون تلاشي اخلي چرته چې د دوئي د اطلاعاتو له مخې د تېر كال اكتوبر مياشتې په 7 مه نېټه په سوئيلي اسرائيل د بريد په مهال تښتولې شوي اسرائيلي وګړي ساتلې شوي دي۔ د عملې وګړو وئيلي دي چې د زيارت په ورځ د اسرائيلي پوځ لخوا په روغتون كښې د كارروايۍ څخه يو څو ساعته وړاندې د اسرائيلي پوځ د ډزو په نتيجه كښې يو رنځور مړ او 6 نور ژوبل شول۔










