واشنګټن 16 فروري (اے پي پي) امريکائي جمهور ريئس جوبائيډن د اسرائيل وزيراعظم نېتن ياهو د ټېلي فوني تماس د لارې په رفح د بريد په اړه خبردار كړے دے۔ د الجزيره له مخې سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې د سرائيل وزيراعظم سره د خبرو په مهال صدر جوبائيډن ووئيل چې اسرائيل دې په رفح كښې پناه اخستونكو د لس لكه نه د زيات فلسطيني وګړو حفاظت باوري كولو لپاره …
امريکائي جمهور ريئس د اسرائيل وزيراعظم سره ټېلي فوني تماس

مزید خبریں
واشنګټن 16 فروري (اے پي پي) امريکائي جمهور ريئس جوبائيډن د اسرائيل وزيراعظم نېتن ياهو د ټېلي فوني تماس د لارې په رفح د بريد په اړه خبردار كړے دے۔ د الجزيره له مخې سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې د سرائيل وزيراعظم سره د خبرو په مهال صدر جوبائيډن ووئيل چې اسرائيل دې په رفح كښې پناه اخستونكو د لس لكه نه د زيات فلسطيني وګړو حفاظت باوري كولو لپاره د باور وړ منصوبې نه غېر د بريد په منصوبه پېشرفت ونه كړي۔ د يادونې وړ ده چې جوبائيډن په يوه اوونۍ كښې په دوېم ځل نيتن ياهو د فلسطيني وګړو د تحفظ منصوبې نه غېر په رفح كښې د پوځي كمپائن پېل كولو په ضد خبردار كړېدے











