د جنګ بندۍ په صورت كښې به د غزه بيا روغونې له 20 اربه ډالره پكار وي۔ ملګري ملتونه

جنيوا 16 فروري (اے پي پي) تجارت او پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو كنفرنس ( يو اېن سي ټي اے ډي) ډائريکټر رچرډ کوزول رائټ وئيلي دي چې د غزه په پټې كښې د اسرائيل لخوا د پېل شوې جنګ نه ورسته بحالۍ او بيا رغونې لپاره به يو نوي مارشل پلان ته اړتيا وي٬ د جنګ بندۍ په صورت كښې به اوس هم بيا رغونې لپاره نزدې 20 اربه …

جنيوا 16 فروري (اے پي پي) تجارت او پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو كنفرنس ( يو اېن سي ټي اے ډي) ډائريکټر رچرډ کوزول رائټ وئيلي دي چې د غزه په پټې كښې د اسرائيل لخوا د پېل شوې جنګ نه ورسته بحالۍ او بيا رغونې لپاره به يو نوي مارشل پلان ته اړتيا وي٬ د جنګ بندۍ په صورت كښې به اوس هم بيا رغونې لپاره نزدې 20 اربه ډالره پكار وي او كه جنګ جاري وي نو د تباهۍ اندازه به د دې نه ډېره زياته وي۔ د العربيه اردو له مخې رچرډ کوزول رائټ په جنيوا كښې د غونډې په مهال ووئيل اوسنې زيان په كال 2014 كښې تر اووه اوونيو په غزه كښې د جاري جنګ نه څلور چنده زيات دے۔ يو اېن سي ټي اے ډي تېره مياشت خپل رپورټ كښې تجويز وړاندې كړې ٶ چې كه په غزه كښې جنګ بندي وشي نو د غزه معيشت د جنګ نه وړاندې تر خپل حجم بيا رسېدو به يوه پېړۍ لګي٬ يو اېن سي ټي اے ډي اندازه لګولې چې د تېر نومبر تر پائې 37 زره 379 ودانۍ رڼګې شوې او دا د غزه پټۍ د مجموعي ودانيو اتلس فيصده دي

مزید خبریں