اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر وياند وئيلي دي چې اسرائيل په غزه كښې د رفح سيمې خالي كولو منصوبې په اړه په انفرادي يا اجتماعي توګه دفتر سره رابطه كړې نه ده۔ ده زياته كړه چې دفتر به رفح څخه د فلسطيني وګړو په جبري توګه د ويستلو كومې كارروايۍ برخه جوړ نه شي۔ د رائټرز له مخې د دفتر وياند جینز لایرکے د …
رفح څخه په جبري توګه د وګړو ويستلو كښې به مرسته نه كوؤ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر وياند وئيلي دي چې اسرائيل په غزه كښې د رفح سيمې خالي كولو منصوبې په اړه په انفرادي يا اجتماعي توګه دفتر سره رابطه كړې نه ده۔ ده زياته كړه چې دفتر به رفح څخه د فلسطيني وګړو په جبري توګه د ويستلو كومې كارروايۍ برخه جوړ نه شي۔ د رائټرز له مخې د دفتر وياند جینز لایرکے د رفح منصوبې په اړه خبريالانو ته ووئيل چې اسرائيلي چارواكو په دې اړه مونږ سره په باضابطه توګه كومه خبره كړې نه ده۔ ده زياته كړه چې ملګري ملتونه به په جبري يا غېر ارادي توګه د انخلاﺀ په عمل كښې كومه مرسته نه كوي او نه دا مهال داسې كومه منصوبه شته۔











