په يوكرين كښې د شخړې ختمولو او امن په ځايې كولو له به يوازې لوظنامه كافي نه وي٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 14فروری(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په يوكرين كښې د شخړې ختمولو او امن په ځايې كولو له به يوازې كومه لوظنامه كافي نه وي٬ مونږ له به د دې مسئلې تر وروستي حد رسېدل وي۔ د ټي آر ټي له مخې د ملګرو ملتونو اروپا ٬ منځنۍ آسيا او امريكا لپاره د پوليټيكل افيئر يونټ دوهم سېكتر ميروسلاو جينكا د روس په خواست د ملګرو …

ملګري ملتونه 14فروری(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په يوكرين كښې د شخړې ختمولو او امن په ځايې كولو له به يوازې كومه لوظنامه كافي نه وي٬ مونږ له به د دې مسئلې تر وروستي حد رسېدل وي۔ د ټي آر ټي له مخې د ملګرو ملتونو اروپا ٬ منځنۍ آسيا او امريكا لپاره د پوليټيكل افيئر يونټ دوهم سېكتر ميروسلاو جينكا د روس په خواست د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د يوكرېن په غونډه كښې غړو هېوادونو ته بريفنګ وركړو۔ په خپل بريفنګ كښې ده ووئيل ماسره په يوكرېن كښې د جنګ په زياتېدو او د دې په وګړو د اغېز فكر دے او دا يو عادلانه او مستقل حل كمزورې كوي۔ ده ووئيل مونږ ته معلومه چې يوازې امن لوظنامې د تشدد ختمولو لپاره به كافي نه وي ٬ د امن په ځايې كولو له به د مسئلې تر ورستي حد تلل وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د يوكرين بنيادي ضرورت د ملګرو ملتونو د چارټر٬ د ملګرو ملتونو د مسلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قانون له مخې يو مستقل او بشپړ امن دے۔ ده د تاؤ تريخوالي د كمولو او د سفارتي هڅو د زياتولو اپيل هم وكړو۔

مزید خبریں