بیجنګ 13 فروري (اے پي پي) چین په اسرائیل زور راوړے چې هغه دې په سمدستي توګه رفح كښې پوځي عمليات بند كړي۔ د چین د خارجه وزارت وياند لخوا جاري شوې بيان كښې وئيلي شوي چې چین له اسرائیل څخه غوښتنه كړې چې خپلې پوځي کارروايۍ په سمدستي توګه بندې كړي، د بے ګناه وګړو ځاني زيان څخه بچ كولو او په رفح كښې د نورې تباهۍ مخنيوي لپاره …
چین اسرائیل څخه په رفح كښې په سمدستي توګه د عملياتو بندولو غوښتنه وكړه

مزید خبریں
بیجنګ 13 فروري (اے پي پي) چین په اسرائیل زور راوړے چې هغه دې په سمدستي توګه رفح كښې پوځي عمليات بند كړي۔ د چین د خارجه وزارت وياند لخوا جاري شوې بيان كښې وئيلي شوي چې چین له اسرائیل څخه غوښتنه كړې چې خپلې پوځي کارروايۍ په سمدستي توګه بندې كړي، د بے ګناه وګړو ځاني زيان څخه بچ كولو او په رفح كښې د نورې تباهۍ مخنيوي لپاره هر ممكن هڅې وكړي۔وياند ووئيل چین رفح كښې په روان پیش رفت ژور نظر ساتلو سره د عامو وګړو او نړيوال قانون په ضد د روانو كارروائيو مخالفت او غندنه كوي۔ ده ووئيل مونږ له اسرائیل څخه غوښتنه كوو چې زر تر زره پوځي عمليات بند كړي، بے ګناه وګړي ځاني زيان څخه بچ كولو او په رفح كښې د نورې تباهۍ مخنيوي لپاره هر ممكن هڅې وكړي










