غزہ۔11 فروری (اے پی پی) اسرائیلی قابض پوځ په غزه كښې د 16 كورنيو عامه وژنه كښې 117 شهیدان او 152 ژوبل كړې دي۔ فلسطيني خبري اژانس په غزه كښې د فلسطين د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي چې د اسرائیلی قابض پوځ لخوا په غزه كښې د 16 كورنيو عامې وژنې پېښه كښې 117 شهیدان او 152 ژوبل شوي دي۔ د روغتيا وزارت زياته كړې چې د تېر كال اكتوبر مياشتې 7 مې نېټې څخه په غزه كښې د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې تر دې دمه د شهيدانو شمېره 28,064 او د ژوبل شويو 67,611 ته رسېدلې ده۔ د زرګونو په شمېر ځپلې تر دې دمه د ملبې لاندې دي او قابض پوځ دوئي ته د مرستې سامان رسولو اجازه نه وركوي۔