متحده عرب امارات طبي آلات لرونكي لس امبولانسونه غزه ته ورسول

دبئی ۔8فروری(اے پی پی) متحده عرب اماراتو غزه ته طبي آلات او وسائل لرونكي لس امبولانسونه رسولې دي۔ د اردو نیوز د خبر له مخې متحده عرب اماراتو د "دي ګيلنټ نایټ 3" پروګرام لاندې طبي آلات٬ وسائل او دويانې لرونكې لس امبولانسونه د رفح كراسنګ د لارې غزه ته رسولي۔ دا امبولانسونه به په غزه کښې د روغتیا څانګې ضرورتونه ترسره كولو سره سره د ژوبل شويو درملنو او …

دبئی ۔8فروری(اے پی پی) متحده عرب اماراتو غزه ته طبي آلات او وسائل لرونكي لس امبولانسونه رسولې دي۔ د اردو نیوز د خبر له مخې متحده عرب اماراتو د “دي ګيلنټ نایټ 3” پروګرام لاندې طبي آلات٬ وسائل او دويانې لرونكې لس امبولانسونه د رفح كراسنګ د لارې غزه ته رسولي۔ دا امبولانسونه به په غزه کښې د روغتیا څانګې ضرورتونه ترسره كولو سره سره د ژوبل شويو درملنو او هغوي ته طبۍ آسانۍ وركولو كښې مرسته كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې دا مهال په غزه كښې د امارت فيلډ روغتون هم خذمات ترسره كوي٬ دغسې امارات فلسطيني وګړو لپاره د غذائي مرستې لېږلو لړۍ هم روانه ساتلې ده۔ د آپرېشن ګېلنټ نائټ 3 لاندې د امارات لخوا تر دې دمه 10575 ټنه د مرستې سامان غزه ته لېږلے شوے دے ٬ دا سامان د 435 ټركونو ٬ سمندري بېړو او 154 كارګو الوتكو د لارې غزه ته رسولے شوے دے۔ امارات 6 واټر ډي سيلينېشن پلانټس هم د عزه وګړو لپاره لګولي دي دي كوم څخه چې هغوي ګټه پورته كوي۔