د حکومت د غوره پالېسو په سوب هېواد تندۍ سره د پرمختګ په لوري روان دے۔ داخله وزير احسن اقبال

اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) داخله وزير احسان اقبال وئيلي چې د حكومت د غوره پالېسيو په سوب هېواد تندۍ سره د پرمختګ په لوري روان دے او هغه ورځ لرې نه ده چې پاكستان به د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې ودرېږي۔ راديو پاكستان سره د اتوار په ورځ خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې حكومت نوې پاكستان جوړولو له يو شمېر مېګا پرمختيائي منصوبې پېل كړې او ترپائې ئې رسولې دي۔ ده ووئيل د جمهوري نظام په ضد سازشونه به ناكامۍ سره مخ كېږي۔