کیګالی ۔29 جنوری(اے پی پی) په روانډا كښې د كشتۍ اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 16 كسان مړه شوي۔ د شنهوا له مخې د رواماګانا ضلعې ميئر ردجاب مبونیوموونی په روانډا كښې د كشتۍ د اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې د 16 كسانو د مرګ تصديق كړے۔ میرین اهلکارو په پېښه كښې 31 كسان ژوندي بچ كړي۔ د خالي په ورځ د ریسکیو آپرېشن په مهال د 14 …
په روانډان كښې د كشتۍ ډوبېدو پېښه ٬ 16 كسان مړه
کیګالی ۔29 جنوری(اے پی پی) په روانډا كښې د كشتۍ اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 16 كسان مړه شوي۔ د شنهوا له مخې د رواماګانا ضلعې ميئر ردجاب مبونیوموونی په روانډا كښې د كشتۍ د اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې د 16 كسانو د مرګ تصديق كړے۔ میرین اهلکارو په پېښه كښې 31 كسان ژوندي بچ كړي۔ د خالي په ورځ د ریسکیو آپرېشن په مهال د 14 كسانو او وروستو د دوو نورو مړو درك هم لګولے چې ورسره د مړو شمېره 16 ته رسېدلې ده۔ په كشتۍ كښې ټول 47 كسان ناست وو۔










