سعودي وګړي د زرګونو ناوياته څيزونو په راغونډلو خپل لرغونتون جوړ كړو

ر ياض 29 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب په قطيف کمشنرۍ كښې ځائي وګړي ماهر الغانم خپل ملګري سره په ګډه د ناٶياته څيزونو په جمع كولو لرغونتون جوړ كړے ۔ د سعودي ټي وي الاخباريه سره په خبرو كښې ماهر الغانم ووئيل ما د زړو څيزونو راجمع كولو شوق لرلو او ما خپل ملګري حسن العوامي سره په ګډه پخواني او ناٶياته څيزونه په راجمع كولو يو …

ر ياض 29 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب په قطيف کمشنرۍ كښې ځائي وګړي ماهر الغانم خپل ملګري سره په ګډه د ناٶياته څيزونو په جمع كولو لرغونتون جوړ كړے ۔ د سعودي ټي وي الاخباريه سره په خبرو كښې ماهر الغانم ووئيل ما د زړو څيزونو راجمع كولو شوق لرلو او ما خپل ملګري حسن العوامي سره په ګډه پخواني او ناٶياته څيزونه په راجمع كولو يو ميوزيم جوړ كړے٬ د ناٶياته څيزونو په جمع كولو كښې اووه كلونه لږېدلي ۔ ده ووئيل په ميوزيم كښې ډېر ناٶياته څيزونه شامل دي ۔ ده ووئيل په ميوزيم كښې د 50 په لسيزه كښې سعودي ته راغلے ورومبے ټي وي سېټ٬ د خليج جنګ او د ورومبي او دوېم جنګ عظيم څيزونه هم موجود دي٬ چې پكښې د عسكرو د خوراك ډبي٬ د سر خفاظتي ټوپۍ٬ كارتوس او جنګي لباسونه شامل دي۔