استنبول 26جنوری(اے پی پی)په تركيه كښې د بس په پېښه كښې 6 كسه مړه او 33 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د تركيې داخله وزير علي پرليكايا په خپل سوشل مېډيا بيان كښې وئېلي دي نن د ځايې وخت له مخې سهار پنځه نيمې بجې د استنبول او سينوپ ترمينځه سفر كونكے انټرسټي مسافر بس د كستامونو صوبې په سيمه كښې په سړك د خوئېدو له امله …
تركيه٬د بس په پېښه كښې 6 كسه مړه٬ 33 ژوبل

مزید خبریں
استنبول 26جنوری(اے پی پی)په تركيه كښې د بس په پېښه كښې 6 كسه مړه او 33 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د تركيې داخله وزير علي پرليكايا په خپل سوشل مېډيا بيان كښې وئېلي دي نن د ځايې وخت له مخې سهار پنځه نيمې بجې د استنبول او سينوپ ترمينځه سفر كونكے انټرسټي مسافر بس د كستامونو صوبې په سيمه كښې په سړك د خوئېدو له امله اپوټه شو چې په نتيجه كښې يې 6 كسه مړه او 33 نور ژوبل شوي۔ده ووئيل د پیښې اطلاع ترلاسه كېدو سره فائر برېګېډ او طبي ډلې د پېښې ځاے ته روان شو چا چې مړه او ژوبل شوي كسان نزدې روغتونونو ته منتقل كړي چې پكښې په ژوبل شوو كښې د درېو كسانو حالت اندېښمن دے









