غزہ۔25 جنوری(اے پی پی) اسرائیل د غزه ښار خان يونس په لوئيديزه سيمه كښې د ملګرو ملتونو په مركز بمباري كولو سره 9 فلسطينيان شهيدان او 75 ټپيان كړې دي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې اے اېف پي له مخې په غزه كښې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ریلیف اېنډ ورکس ایجنسۍ (یو اېن آر ډبلیو اے) مشر تھامس وائټ وئيلي دي اسرائيلي پوځ تېره ورځ د ملګرو …
د اسرائیل خان يونس كښې د ملګرو ملتونو په مركز بمباري ٬ 9 فلسطينيان شهيدان ٬ 75 ژوبل ٬ د ملګرو ملتونو غندنه

مزید خبریں
غزہ۔25 جنوری(اے پی پی) اسرائیل د غزه ښار خان يونس په لوئيديزه سيمه كښې د ملګرو ملتونو په مركز بمباري كولو سره 9 فلسطينيان شهيدان او 75 ټپيان كړې دي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې اے اېف پي له مخې په غزه كښې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ریلیف اېنډ ورکس ایجنسۍ (یو اېن آر ډبلیو اے) مشر تھامس وائټ وئيلي دي اسرائيلي پوځ تېره ورځ د ملګرو ملتونو په يو شېلټر بمباري وكړه چرته چې بې كوره كړے شوو فلسطيني وګړو پناه اخستې وه۔ د بمبارۍ په نتيجه كښې 9 فلسطينيان وګړي شهيدان او 75 ټپيان شول۔ د یو اېن آر ډبلیو اے مشر فیلپ لازارینی وئيلي دي د مړو شمېره زياتېدې شي۔ د اردو نيوز له مخې د یو اېن آر ډبلیو اے کمشنر وئيلي دي په خان يونس كښې د ايجنسۍ په شېلټر بريد د جنګي اصولو سخته خلاف ورزي ده۔ فیلپ لازارینی په اېكس خپل ټويټ كښې ووئيل دا بريد د جنګ د بنيادي اصولو ښكاره خلاف ورزي ده او مونږ يۍ سخته غندنه كوؤ۔ د اے اېف پي له مخې د زيارت په ورځ په نصيريت مهاجر كېمپ د اسرائيلي تازه بريد كښې 4 ماشومان مړه شوي دي









