ملګري ملتونه ۔25 جنوری(اے پی پی) پاكستان د نړولي شوي بابري مسجد په ځاے د رام مندر د پرانستې غندنه كولو سره د ملګرو ملتونو الائنس آف سوېلائزېشنز (یو اېن اے او سی) په اعلی چارواكو زور راوړے چې هغوي په هند كښې د اسلامي تنصيبات او ځايونو تحفظ لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم تېره ورځ په نيويارك …
پاكستان د ملګرو ملتونو الائنس آف سویلائزيشنز سره د رام مندر معامله پورته كړې ٬ د منېر اكرم د او آئي سي سفيرانو غونډې ته خطاب

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔25 جنوری(اے پی پی) پاكستان د نړولي شوي بابري مسجد په ځاے د رام مندر د پرانستې غندنه كولو سره د ملګرو ملتونو الائنس آف سوېلائزېشنز (یو اېن اے او سی) په اعلی چارواكو زور راوړے چې هغوي په هند كښې د اسلامي تنصيبات او ځايونو تحفظ لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم تېره ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې د اسلامي مرستې تنظيم ( او آئي سي) سفیرانو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د پاكستان مشن لخوا د جاري كړي پرېس ريليز له مخې پاکستاني استازي منېر اكرم د او آئي سي سفيرانو ته د هغې چيټۍ په اړه هم ووئيل په كومه كښې چې ده د يو اېن او اعلی استازي مېګوئل اینجل موراټینوس ته وئيلي وو چې په ایودھیا كښې رامخې ته شوې پېښه په هند كښې د هندو مذهبي اکثریت لخوا د نورو سره د امتيازي سلوك عكاسي كوي۔ په دغه خط كښې دا هم وئيلې شوي چې د خفګاني خبره دا ده چې دا كومه يواځنۍ پېښه نه ده ولې چې د وارانسی ګیانواپی جومات او د متھرا شاهي عيدګاه په شمول نور جوماتونه هم د دې ډول بې حرمتۍ او ويجاړ كېدو خطر سره مخ كېدے شي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو الائنس آف سوېلائزېشنز (یو اېن اے او سی) بايد د اسلامي كلتوري ځايونو او په هند كښې د مذهبي او كلتوري اقليتونو حقونو تحفظ له مهم كردار ترسره كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين مستقل استازي رياض منصور د اسرائيل لخوا د مسجد اقصی بې حرمتۍ او په مقبوضه سيمو كښې د جوماتونو او ګرجا ګھرونو نړېدو او ويجاړولو پلو د ګډون كوؤنكو پام وګرځولو۔ دغسې په غونډه كښې دا معامله د او آئي سي د سفيرانو غونډې په ايجنډا د شاملولو پرېكړه وكړې شوه









