ملګري ملتونه ۔25جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان دوهم خارجه وزير انجينئر وليد الخريجي په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښی د منځني ختيز په روانه وضعه په يوه ښكاره مباحثه كښې ګډون وكړو۔ مباحثې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د اسرائيل لخوا د پرله پسې بريدونو ٬ په پراخا كچه بمبارۍ د غزه صورتحال زيات ناوړه كړې دې٬ تاؤ تريخوالې مخ په زياتېدو دے ٬ …
په غزه كښې جنګ د ګردې نړۍ د وړاندې كېږي٬ ټول د دې د نتيجو مسئول دي٬ د سعودي وزير سلامتي كونسل كښې مباحثې ته خطاب

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔25جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان دوهم خارجه وزير انجينئر وليد الخريجي په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښی د منځني ختيز په روانه وضعه په يوه ښكاره مباحثه كښې ګډون وكړو۔ مباحثې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د اسرائيل لخوا د پرله پسې بريدونو ٬ په پراخا كچه بمبارۍ د غزه صورتحال زيات ناوړه كړې دې٬ تاؤ تريخوالې مخ په زياتېدو دے ٬ د اسرائيلي جارحيت د لاسه د ځپليو شمېره پرله پسې زياتېږي۔ ده د سعودي عربستان دريځ وړاندې كولو سره په غزه كښې د تش لاسې وګړو شهيد كولو لړۍ په فوري توګه بندولو له د فوري او كوټلي ګامونو پورته كولو او د دې شخړې ختمولو له د نړيوالې ورورلۍ په مشتركه مسئوليت زور راوړو۔ ده ووئيل په غزه كښې روان جنګ د ټولې نړۍ د وړاندې كيږي۔ ده ووئيل زمونږ ترجيح د بشري ستونزو او فلسطين كښې د عسكري اقداماتو خاتمه ده۔ ده ووئيل په بحيره احمر او يمن كښې روان عسكري بريدونه اندېښمن دي۔ ده ووئيل سعودي عربستان د اسرائيل لخوا د خپلې دفاع په حيله د غزه په ضد پوځي كارروائي او د غزه وګړو په جبري توګه بې دخل كول مسترد كوي۔ ده سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې نړيوال فورم قابض اسرائيلي ځواكونو د نړيوال قانون پابند كړي٬ د غزه الميه ختمه كړي او د فلسطيني اولس د حقونه او وقار باوري كوؤنكې خپلواكه رياست جوړ كړي۔









