ملګري ملتونه 24جنوری(اے پی پی) چين وئيلي دي د اسرائيلي مشرتابه لخوا دوه رياستي حل مسترد كول د نه قبلولو وړ دے۔ د شنهوا له مخې په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي ژانګ جون تېره ورځ د سلامتي كونسل لوړې كچې مباحثې ته خپل خطاب كښې ووئيل دوه رياستي حل فلسطين او اسرائيل لپاره د امن يواځينۍ لاره ده او دا د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو د …
د اسرائيلي مشرتابه لخوا د دوه رياستي حل مسترد كولو ٬ د فلسطيني رياست حق څخه د انكار بيانونه د نه قبلولو وړ دي٬ چین

مزید خبریں
ملګري ملتونه 24جنوری(اے پی پی) چين وئيلي دي د اسرائيلي مشرتابه لخوا دوه رياستي حل مسترد كول د نه قبلولو وړ دے۔ د شنهوا له مخې په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي ژانګ جون تېره ورځ د سلامتي كونسل لوړې كچې مباحثې ته خپل خطاب كښې ووئيل دوه رياستي حل فلسطين او اسرائيل لپاره د امن يواځينۍ لاره ده او دا د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو د عملدرآمد يوه مهمه غوښتنه هم ده۔ ده ووئيل دا مهال تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د دوه رياستي حل د بنيادونو ختمولو مخه ونيولې شي او د اسرائيل لخوا غزه څخه د فلسطينيانو په جبري توګه ويستل ٬ په لوئيديزه غاړه كښې د يهوديانو د ودانيو پراختيا ٬ د فلسطيني وګړو نيول او په دوئي روان بريدونه ختم كړے شي۔ چينائي استازي ووئيل چین د نړيوال كنفرنس رابللو او مقصدي ګڼ اړخيزه عمل زر تر زره پېل كولو له د سفارتي هڅو تندولو غوښتنه كوي دغسې چې د دوه رياستي حل سياسي امكانات يو وارې بيا تازه كړې شي۔ ده ووئيل فوري جنګ بندي دا مهال بايد تر ټولو وړومبۍ ترجيح وګڼلی شي۔ اوږد جنګ به د زياتو مرګونو سبب وګرځي او د امن امكانات به لا لرې كړي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به فوري جنګ بندۍ له سفارتي هلې ځلې كول وي۔ ده ووئيل چين ټولو فريقېنو څخه د زغم څرګندونې او داسې اقدام څخه د ډډې كولو غوښتنه كوي چې ورسره تاؤ تريخوالے زيات شي۔ دغسې ده په غزه كښې ځپليو ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې رسولو په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د سلامتي كونسل په قراردادونو 2712 او 2720 بايد بشپړ عملدرآمد وكړے شي او اسرائيل دې مقصد ترلاسه كولو په لړ كښې په زړه پورې مرسته وكړي۔










