د فلسطیني ریاست له جوړيدو پرته اسرائیل سره اړيكې د معمول له مخې كېدې نه شي٬ سعودی خارجه وزير

غزه 22 جنوري (اے پي پي) د سعودی عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان وئيلي دي چې د فلسطین مسئلې له حل كولو پرته اسرائیل سره اړيكې د معمول له مخې كېدې نه شي۔ د عرب نیوز له مخې د اتوار په ورځ د امریكې په نیوز چینل سی این این خپره شوې مركه كښې د سعودی خارجه وزير ووئيل د فلسطین مسئله چر تر كومې حل شوې نه …

غزه 22 جنوري (اے پي پي) د سعودی عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان وئيلي دي چې د فلسطین مسئلې له حل كولو پرته اسرائیل سره اړيكې د معمول له مخې كېدې نه شي۔ د عرب نیوز له مخې د اتوار په ورځ د امریكې په نیوز چینل سی این این خپره شوې مركه كښې د سعودی خارجه وزير ووئيل د فلسطین مسئله چر تر كومې حل شوې نه وي اسرائيل سره اړيكې معمول ته راتللې نه شي۔ ده ووئيل دا يواځنۍ لاره ده كومه چې زمونږ په ګټه ده۔ ده ووئيل د فلسطین مسئلې حل كولو سره به مينځني ختيز كښې استحكام راشي۔ شهزاده فیصل ووئيل د يو باور وړ عمل ترمخه فلسطینی ریاست جوړولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مونږ په دې خبرو اترو كښې شامليدو لپاره چمتو يو او هيله لرو چې اسرائیل به هم داسې وكړي۔

مزید خبریں