واشنګټن 19 جنوري (اے پي پي) امريكا وئيلي دي چې د پاكستان او ايران ترمېنځه اړې ګړې په هېڅ صورت بايد زيات نه شي۔ د امريكې د خارجه څانګې وياند مېتهيو ملر د پرېس بريفنګ په مهال وئيلي چې د پاكستان او ايران ترمېنځه اړې ګړې په هېڅ صورت بايد زيات نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان د امريكې لوے نان ناټو اتحادي هېواد دے٬ …
د پاكستان او ايران ترمينځه اړې ګړې په هېڅ صورت بايد زيات نه شي۔ د امريكې د خارجه څانګې وياند مېتهيو ملر

مزید خبریں
واشنګټن 19 جنوري (اے پي پي) امريكا وئيلي دي چې د پاكستان او ايران ترمېنځه اړې ګړې په هېڅ صورت بايد زيات نه شي۔ د امريكې د خارجه څانګې وياند مېتهيو ملر د پرېس بريفنګ په مهال وئيلي چې د پاكستان او ايران ترمېنځه اړې ګړې په هېڅ صورت بايد زيات نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان د امريكې لوے نان ناټو اتحادي هېواد دے٬ ده ووئيل د ايران او پاكستان د اړي ګړي تعلق د غزه شخړې سره نه دې خو په منطقه كښې اړي ګړي ته كتلو سره په شخړو كښې د اضافې خطر دے٬ ميتھيو ملر ووئيل مونږ د اكتوبر اوومې نيټې څخه د پېل شوې شخړې زياتېدو د امكاناتو په اړه تر ډېره حده فكر مند يو او هم په دا سبب مونږ د اړي ګړي لاره نيولو لپاره سفارتي ستړې كوٶ۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان او د دوي د ګاٶنډي هېوادونو ترمېنځه په مرسته د اډانه اړيكو اهميت په اړه د پاكستان حكومت تبصرې اورېدلې دي كومې چې نتيجه وركوٶنكې او ګټورې دي۔ ده ووئيل دواړه ډلې دې د اړي ګړي زياتولو څخه ډډه وكړي او د صبر نه دې كار واخلي








