مقبوضه كشمير ٬ هندي عسكرو د سوؤنو په شمېر كشميري وګړي شهيد ٬ د كروړونو روپو املاك تباه كړل

سرینګر۔19جنوری(اے پی پی) په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې هندي عسكر او پېراملټري اهلكار د کشمیری وګړو د عامې وژنې په يو شمېر پېښو كښې ككړ دي په كومو كښې چې زياتره د جنورۍ په مياشت كښې رامخې ته شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا د جاري كړې شوي يو تجزياتي رپورټ له مخې كال 1990 څخه وروستو د 8 كلونو په مهال د هندي …

سرینګر۔19جنوری(اے پی پی) په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې هندي عسكر او پېراملټري اهلكار د کشمیری وګړو د عامې وژنې په يو شمېر پېښو كښې ككړ دي په كومو كښې چې زياتره د جنورۍ په مياشت كښې رامخې ته شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا د جاري كړې شوي يو تجزياتي رپورټ له مخې كال 1990 څخه وروستو د 8 كلونو په مهال د هندي عسكرو لخوا د كشميري وګړو د عامې وژنې لويو پېښو كښې د سوؤنو په شمېر كشميري وګړي شهيد ٬ د كروړونو روپو املاك تباه كړې شوي دي۔ په 19جنوری 1991 هندي پېرا ملټری سېنټرل ریزرو پولیس فورس د سرینګر په مګرمل باغ سيمه كښې 14 بې ګناہ کشمیریي وګړي شهيد كړل۔ په 21 جنوری 1990هندي عسكرو د سرینګر په ګاؤ کدل سيمه كښې 50 څخه زيات وګړي شهيد كړي۔ عسكرو څو ورځې وروستو په 25 جنورۍ هندواړہ كښې 25 کشمیری وګړي شهيد كړل۔ دغسې په 06 جنورۍ 1993 سوپور ټاؤن كښې 60 ٬ په 27 جنورۍ 1994 کپواړہ كښې 27 او په 06 جنوری 1993 سوپور كښې اور لګولو سره 60 څخه زيات كسان شهيد او 350 څخه زيات كورونه وسوزولې شول۔ په دې پېښو كښې ځپلې شوې كورنۍ تر نن ورځې انصاف ته سترګې په لاره دي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د دې حقيقت باوجود چې د بی جے پی هندي حكومت د جموں و کشمیر د مسلمانانو اكثريت په اقليت كښې بدلولو له د ظلم او زياتي ريكارډ مات كړے دے٬ هند د كشميري اولس د آزادۍ جذبه كمزورې كولو كښې ناكامه پاتے شوے دے۔ په رپورټ كښې په نړيواله ورورولۍ زور راوړلے شوے دے چې هغه دې د قاتل هندي عسكرو په لاس د كشميري وګړو د نسل كشۍ مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں