ملګري ملتونه ۔19جنوری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د مرستې ادارو د غزه صورتحال په اړه خبردارې جاري كولو سره دا بې كوره فلسطيني وګړو لپاره زيات ستونزمن ګرځولے دے۔ د ملګرو ملتونو ورلډ فوډ پروګرام (ډبلیو اېف پی) د مرستې سامان په وېشن رڼا اچولو سره وئيلي چې په خاص توګه د رفح په جنوب كښې چرته چې 10 لکه څخه زيات كسان پاتې كېږي د هغوي ضرورتونه ترسره …
د ملګرو ملتونو د مرستې ادارو دغزه صورتحال بې كوره فلسطيني وګړو لپاره زيات ستونزمن ګرځولې

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔19جنوری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د مرستې ادارو د غزه صورتحال په اړه خبردارې جاري كولو سره دا بې كوره فلسطيني وګړو لپاره زيات ستونزمن ګرځولے دے۔ د ملګرو ملتونو ورلډ فوډ پروګرام (ډبلیو اېف پی) د مرستې سامان په وېشن رڼا اچولو سره وئيلي چې په خاص توګه د رفح په جنوب كښې چرته چې 10 لکه څخه زيات كسان پاتې كېږي د هغوي ضرورتونه ترسره كول ګران شوي دي۔ او سی اېچ رپورټ جاري كړې چې د نوي كال په اولنو دوه اونيو كښې د بشري خواخوږۍ 29 مشنونو څخه يوازې په څلورو كښې يو د ژوند بچ كوؤنكو څيزونو رسولو كښې كامياب شوے دے۔ د رپورټ له مخې په تېرو دوه ورځو كښې 160 څخه زيات د غزه وګړي شهيد او 350 ژوبل شوي دي چې ورسره د شهيد شويو فلسطيني وګړو ټوله شمېره 24,400 څخه زياته شوې ده۔ ادارې وئيلي دي چې د اوبو پائپ لائنونه هم زيات ځپلې شوي دي په كومو كښې چې په درې كښې يوازې يو كار كوي۔ د ډبلیو اېف پی له مخې د پرله پسې تشدد د لاسه د رفح څخه مخكښې د غزه په جنوب كښې د مرستې كارروايۍ بشپړ كول نزدې ناممكن شوي دي چرته چې 1.2 ملین (12 لکه) څخه زيات كسان د پلاسټك نه جوړ شويو كېمپونو كښې پاتې كېږي۔








