واشنګټن ۔19جنوری (اے پی پی) په امريكا كښې سعودي سفيرې شهزادي ريما بنت بندر وئيلي دي چې فلسطینې اولس يو خپلواكه رياست ته اړتيا لري۔ د عاجل نیوز له مخې شهزادي ريما بنت بندر په ډيووس كښې د ورلډ اكنامك فورم په غونډه كښې د ’’ د سعودی عربستان لا تلپاتي معيشت پلو د تللو هڅه ‘‘ په سرخط خطاب كولو۔ د منځني ختيز صورتحال په اړه د شهزادي ريما …
فلسطينې اولس خپلواكه رياست ته اړتيا لري٬ سعودي سفيره

مزید خبریں
واشنګټن ۔19جنوری (اے پی پی) په امريكا كښې سعودي سفيرې شهزادي ريما بنت بندر وئيلي دي چې فلسطینې اولس يو خپلواكه رياست ته اړتيا لري۔ د عاجل نیوز له مخې شهزادي ريما بنت بندر په ډيووس كښې د ورلډ اكنامك فورم په غونډه كښې د ’’ د سعودی عربستان لا تلپاتي معيشت پلو د تللو هڅه ‘‘ په سرخط خطاب كولو۔ د منځني ختيز صورتحال په اړه د شهزادي ريما بنت بندر وېنا وه چې د غزہ په جنګ كښې 30 زره څخه زيات كسان ځپلې شوي دي۔ دې ووئيل مونږ له به د فلسطيني وګړو په اړه خبره كول وي كوم چې زياتو سختو حالاتو كښې د ژوند په كولو مجبور دي۔٬ مونږ له به د هغه كوچنيانو به اړه خبره كول وي كوم چې د بدن ځينو برخو څخه محروم شوي دي٬ مونږ له به د هغو فلسطيني وګړو په اړه به خبره كول وي كومو چې په ګرجا ګھرونو كښې پنا اخستې ده۔ دې ووئيل د فلسطين مسئلې حل كول كومه پېچلې معامله نه ده ٬ زمونږ مملكت د شاه فهد له دور څخه د دې مسئلې د حل ملاتړ كړے دے۔ دې ووئيل په غزه كښې د قحط او د پرله پسې بمبارۍ په ماحول كښې زمونږ هېواد لپاره د امن عمل مشري كول ممكن نه دي۔








