امريكې په پاكستان ٬ عراق او سوريه د ايراني بريدونو غندنه وكړه

اسلام آباد۔18جنوری(اے پی پی) امریکې د پاکستان، سوريه او عراق دننه د ايراني بريدونو غندنه كړې ده۔ د بي بي سي له مخې د امريكائي خارجه څانګې وياند ميتھيو ملر په پرېس بريفنګ كښې ووئيل مونږ د ايران د بريدونو غندنه كوؤ۔ ده زياته كړه چې په تېرو څو ورځو كښې ايران د خپلو ګاونډيانو هېوادونو د خپلواكۍ او پولو خلاف ورزي كونكے ليدلے شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب …

اسلام آباد۔18جنوری(اے پی پی) امریکې د پاکستان، سوريه او عراق دننه د ايراني بريدونو غندنه كړې ده۔ د بي بي سي له مخې د امريكائي خارجه څانګې وياند ميتھيو ملر په پرېس بريفنګ كښې ووئيل مونږ د ايران د بريدونو غندنه كوؤ۔ ده زياته كړه چې په تېرو څو ورځو كښې ايران د خپلو ګاونډيانو هېوادونو د خپلواكۍ او پولو خلاف ورزي كونكے ليدلے شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ايران په قول او فعل كښې تضاد دے۔ ایران يو اړخ ته ترهګرۍ او عدم استحكام لپاره فنډنګ كوي او بل اړخ ته د ترهګرۍ په ضد د كارروائۍ كولو ادعا كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هيله ده چې د پاكستان او ايران ترمينځه دا معامله به په سوله ايز ډول هواره كړې شي۔ امريكائي وياند په دې موقع په بحيره احمر كښې د حوثيانو لخوا د زياتو شوو بريدونه هم غندنه وكړه۔

مزید خبریں