ممبۍ 20 اکتوبر (اے پی پی) د هند او نیوزی لینډ د كركټ لوبډلو ترمينځه د دريو يو ورځنو میچونو سیریز به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ د اكتوبر په 22مه نېټه پيل كېږي۔ دې څخه وړاندې انډین بورډ پریذیډنټ الیون نیوزی لینډ الیون ته ون ډے میچ كښې ماتې وركړې۔ د تفصیلاتو له مخې د نیوزی لینډ کرکټ ډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې دوي درې ون ډے او درې ټي ټونټي میچونه كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د ون ډے سیریز به په 22 اکتوبر پيل كېږي۔ دويم ون ډے به په 25 اکتوبر دغسې دريم او آخری ون ډے به په 29 اکتوبر كېږي۔