سعودي مرستې زمونږ ستونزې كمې كړې دي٬ د غزه ځپلي وګړي

غزہ ۔13جنوری (اے پی پی) په غزه كښې فلسطيني ځپليو وګړو وئيلي دي چې په بېړني بنياد مونږ سره شوې سعودي مرستې زمونږه ستونزې آسانې كړې دي۔ د الاخباریه له مخې د سعودي مرستې په اړه يوې فلسطيني مېرمنې ووئيل د مرستې او بشري حذماتو شاه سلمان مركز د لارې راكړې شوي سامان چې پكښې خېمې، خوراكي توكي ٬ دويانې او نور سامان شامل دے مونږ لپاره ډېرې آسانۍ رامخې …

غزہ ۔13جنوری (اے پی پی) په غزه كښې فلسطيني ځپليو وګړو وئيلي دي چې په بېړني بنياد مونږ سره شوې سعودي مرستې زمونږه ستونزې آسانې كړې دي۔ د الاخباریه له مخې د سعودي مرستې په اړه يوې فلسطيني مېرمنې ووئيل د مرستې او بشري حذماتو شاه سلمان مركز د لارې راكړې شوي سامان چې پكښې خېمې، خوراكي توكي ٬ دويانې او نور سامان شامل دے مونږ لپاره ډېرې آسانۍ رامخې ته كړي دي او په دې مونږ د سعودي عربستان او سعودي اولس مننه كوؤ۔ د غزه يو بل وسېدونكي ووئيل اسرائیلی بمبارۍ زمونږ خونې او سيمې ړنګې كړې دي۔ د شاه سلمان مركز مرستې زمونږ مصيبتونه تر ډېره حده كم كړي دي۔ د غزې د كډوالو كېمپ كښې د مېشته يوې فلسطيني مېرمنې وېنا وه چې شاه سلمان مركز كوم فوډ باسكټس وېشلي دي په هغې كښې د خوراك څښاك ټول څيزونه موجود وو او معياري هم وو۔ دې ووئيل مونږ ته خو يوازې سعودي مرستې رارسېدلې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې شاه سلمان مركز د غزه ځپليو مرسته د فضا او سمندر دلارې پرله پسې روانه ساتلې ده۔

مزید خبریں