
ولنګټن 19 اکتوبر (اے پی پی) د نیوزی لینډ سیاستمدار ونسټن پېټرز د راروان حکومت جوړولو لپاره د لېبر ګوند د ملاتړ اعلان کړے دے۔ د المان ميډيا له مخې په 23 ستمبر ټاكنو كښې قدامت پسند وزیراعظم بل انګلش او اعتدال خوښې جېسینډا آرډرن ښكاره اكثريت نه دې ترلاسه كړې ٬ دې نه پس دواړو ته د حکومت جوړولو لپاره ’’فرسټ‘‘ نومیګوند ملاتړ ته اړتيا وه۔ د پېټرز د اړخه د لېبر ګوند د مرستې په نتيجه كښې به اوس د لېبر ګوند جېسینډا آرډرن د دريمې وزیراعظمې جوړيدو اعزاز ترلاسه كړي۔