بنګله ديش ، په ټرين كښې د اور لګيدو پيښه ٬ 4 كسان مړه

ډھاکه ۔6جنوری(اے پی پی) د بنګله دېش پلازمينې ډھاكه په ګوپي باغ سيمه كښې په يو مسافر ټرېن كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوي دي۔ د چينائي ابلاغ ذريعو له مخې د ډھاکه مېټروپولېټن پولیس ډپټی کمشنر اقبال حسین میډیا ته ووئيل چې نامعلومه شرخوښو د ځايي وخت له مخې د شپې په 5 دقيقې د پاسه 9 بجې په بیناپول اېکسپریس مسافر ټرېن …

ډھاکه ۔6جنوری(اے پی پی) د بنګله دېش پلازمينې ډھاكه په ګوپي باغ سيمه كښې په يو مسافر ټرېن كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوي دي۔ د چينائي ابلاغ ذريعو له مخې د ډھاکه مېټروپولېټن پولیس ډپټی کمشنر اقبال حسین میډیا ته ووئيل چې نامعلومه شرخوښو د ځايي وخت له مخې د شپې په 5 دقيقې د پاسه 9 بجې په بیناپول اېکسپریس مسافر ټرېن كښې اور ولګولو په كوم چې 20 دقيقې دپاسه 10 بجې قابو وموندلے شو۔ د پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوي چې شناخت يۍ تر دې دمه نه دې شوې۔ ده ووئيل مړي روغتون ته منتقل كړې شوي دي او ځايي پوليس رېلوے چارواكو سره په ګډه د پېښی په اړه پلټنې پېل كړي دي۔

مزید خبریں