كوئټه 05 جنوري (اے پي پي)د بلوچستان نګران داخله وزير مير زبير جمالي وئېلي دي په صوبه كښې ليويز پروفيشنل فورس جوړ شوے ٬ليويز كاركردګي ښودلې او د اولس باور يې ترلاسه كړے٬ حكومت د ليويز د كار استعداد كښې اضافې لپاره ټول اقدامات كړي ٬زمونږ حتمي هدف امن راوستل دي٬يو داسې امن كوم چې تل پاتې امن وي او كوم چې د اقتصادي پرمختګ او مجموعي خوشحالۍ سبب وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ 9م ليويز كمانډوز پاسنګ آؤټ پريډ ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كښې كړی ٬ په دې موقع د ليويز ډائرېكټر جنرل نصيب الله كاكړ د ليويز په مجموعي كاركردګۍ تفصيلي رڼا اچولو نه پس داخله وزير ووئيل د ليويز ځوانانو ته چې كومه تربيه وركړې كېږي دا ښه ده٬ دا اوس دځوانانو فرض دي چې دوي خپله وظيفه په ديانتدارۍ سره ترسره كړي٬اولس په خپل قانون نافذ كوونكو ادارو وياړ لري۔ د ليويز فورس ډائرېكټر جنرل نصيب الله كاكړ خپل خطاب كښې ووئيل ليويز فورس د جديدو تقاضو څخه هم آهنګ كوو٬ګڼ شمېر ليويز ځوانانو ته كمانډوز ټريننګ وركړے شوے٬د دستورې په اختتام د كاركردګۍ څرګندونه كوونكو له ځوانانو شيلډز او انعامات هم وركړے شول۔