تهران 05جنوري (اے پی پی)داعش د ايران په كرمان ښار كښې د چاودنو ذمه واري قبوله كړې ده ۔د العربيه نيوز رپورټ له مخې داعش د ټيلي ګرام د لارې په كرمان كښې د پاسداران انقلاب كمانډر قاسم سليماني برسۍ په موقع په دستوره د بريدونو ذمه واري قبوله كړې ده ۔په دې بريدونو كښې 100 څخه زيات كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو۔د داعش لخوا په ټيلي …
داعش په ايران كښې د چاودنو ذمه واري قبوله كړه

مزید خبریں
تهران 05جنوري (اے پی پی)داعش د ايران په كرمان ښار كښې د چاودنو ذمه واري قبوله كړې ده ۔د العربيه نيوز رپورټ له مخې داعش د ټيلي ګرام د لارې په كرمان كښې د پاسداران انقلاب كمانډر قاسم سليماني برسۍ په موقع په دستوره د بريدونو ذمه واري قبوله كړې ده ۔په دې بريدونو كښې 100 څخه زيات كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو۔د داعش لخوا په ټيلي ګرام جاري بيان كښې وئېلي شوي د چاودېدونكو توكو څخه ډك جيكټ اغوستونكو دوو كسانو د جنرل قاسم سليماني په برسۍ كښې په جمع شوو خلكو ترمينځه خپل ځانونه په چاودنه الوزولې دي











