د سختې لړې له امله دې وګړي د ډرائيونګ په مهال احتياطي تدابير خپل كړي۔د پېښور سټي ټرافېك پوليس وياند

پېښور 03 جنوري (اے پي پي) د سختې لړې له امله دې وګړي د ډرائيونګ په مهال احتياطي تدابير خپل كړي۔د پېښور سټي ټرافېك پوليس وياند له مخې د ښار په بېلو سيمو كښې د سخت لړې له امله دې ډرائيوران محفوظ ډرائيونګ لپاره فوګ لائټس كاروي ٬ايمرجنسي بلبونه دې بل وساتي٬رفتار كم او وړاندې ګاډي څخه مناسب فاصله لرل هم ضروري ده ۔دغسې وګړي دې د غېر ضروري سفر څخه ډډه وكړي۔۔