پېرس 03 (اے پي پي) د فرانس صدر ايمانويل ميكرون د اسرائيل څخه غوښتنه كړې چې د لبنان سره د تاؤ تريخوالي نه ډډه وكړي۔ د الجزيره تر مخه د لبنان په پايه تخت بېروت باندې د اسرائيل ډرون بريد كښې د صالح العروي د وژلو نه وروستو فرانسوي صدر د اسرائيل دفاع وزير بيني ګينټر سره تماس ونيولو ۔د فرانس صدر د اسرائيل نه غوښتنه وكړه چې په خاص …
اسرائيل دې لبنان سره د تاؤ تريخوالي څخه ډډه وكړي ٬ د فرانس صدر د اسرائيل دفاع وزير سره تېلې فوني خبرې

مزید خبریں
پېرس 03 (اے پي پي) د فرانس صدر ايمانويل ميكرون د اسرائيل څخه غوښتنه كړې چې د لبنان سره د تاؤ تريخوالي نه ډډه وكړي۔ د الجزيره تر مخه د لبنان په پايه تخت بېروت باندې د اسرائيل ډرون بريد كښې د صالح العروي د وژلو نه وروستو فرانسوي صدر د اسرائيل دفاع وزير بيني ګينټر سره تماس ونيولو ۔د فرانس صدر د اسرائيل نه غوښتنه وكړه چې په خاص توګه په لبنان كښې د هر ډول شدت خوښې رويئې نه ډډه وكړي ۔ د فرانس صدر دفاع وزير ته دا هم ووئېل چې فرانس دا پېغام نيغ په نيغه يا د كومې وسيلې تر مخه ټولو فريقېنو ته رسوي۔۔د فرانس صدر په دې مهال د تل پاتې جنګ بندۍ د غوښتنې پخلے وكړو او په غزه كښې د وګرو په مرګونو ئې يو ځل بيا سخته اندېښنه ښكاره كړه ۔











