
کراچۍ 01 جنوری (اے پي پي)د پاكستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري د پی پی پی برتانيه لارښود خواجه معین الدین سید سره د هغه د خواښې په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده٬ د بلاول هاؤس ميډيا سیل د اړخه جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري د غمرازۍ په خپل پیغام كښې وئيلي دي مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې شريك يو ۔ ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔