د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلی د خېبر میډیكل یونیورسټی،نارتھ وېسټ سكول آف میډیسن دوره

پېښور 29 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلیٰ جسټس( ر) سید ارشد حسین شاه د خېبر میډیكل یونیورسټی پېښور دوره وكړه۔ چرته چې هغه زدكړې ترلاسه كونكو له لیپ ټاپ دغسې میډیكل ایجوكیشن كښې ماسټرز ډګری ترلاسه كونكو ګریجویټس له ډګرۍ وركړې شوي۔د وزیراعلیٰ د روغتيا صلاحكار پروفیسر ډاكټر ریاض انور هم ده سره ؤ۔ وائس چانسلر پروفیسر ډاكټرضیاءالحق خېبرمیډیكل یونیورسټی كښې د بيل كورسز په اړه بريفنګ وركړو۔وزیر اعلیٰ په پوهنتون كښې جوړيدونكې كے ایم یو روغتون او د ریسرچ سنټر هم دوره وكړه او اړوندو چارواكو ته ئې په منصوبه كار تندولو او انتظامیې ته ضم شوې ضلعو كښې هم د كیمپس جوړولو لپاره پلان مرتب كولو سپارښتنه وكړه۔ وزیر اعلیٰ ارشد حسین شاه د نارتھ ویسټ سكول آف میډیسن پېښور كښې هم ګریجویشن دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث ګډون وكړو۔ده د سېشن 2022-2017 ترمخه اېم بی بی اېس ډګري ترلاسه كونكو 148 ګریجویټس له سندونه وركړل او په امتحانات كښې ښه پوزیشن ترلاسه كونكو له ئې ګولډ میډلز وركړل۔