کوئټه 28 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو چارو نګران وزير میر زبیر جمالی په مشرۍ كښې مکران كښې د نوې ایډیشنل آئی جی پولیس تعیناتۍ په اړه غونډه اے سی ایس داخله آفس كښې وشوه۔په غونډه كښې مکران كښې د پولیس ایډیشنل انسپکټر جنرل تعیناتۍ په تګلاره او د بيلو چارو جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې د كورنيو چارو ایډیشنل چیف سیکرټری زاهد سلیم ،ډی آئی جی …
د بلوچستان د كورنيو چارو نګران وزير میر زبیر جمالی په مشرۍ كښې مکران كښې د نوې ایډیشنل آئی جی پولیس تعیناتۍ په اړه غونډه
کوئټه 28 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو چارو نګران وزير میر زبیر جمالی په مشرۍ كښې مکران كښې د نوې ایډیشنل آئی جی پولیس تعیناتۍ په اړه غونډه اے سی ایس داخله آفس كښې وشوه۔په غونډه كښې مکران كښې د پولیس ایډیشنل انسپکټر جنرل تعیناتۍ په تګلاره او د بيلو چارو جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې د كورنيو چارو ایډیشنل چیف سیکرټری زاهد سلیم ،ډی آئی جی هيډ کوارټر قمر الحسن هم موجود ؤ۔په غونډه كښې د كورنيو چارو نګران وزير د نوې ایډیشنل آئی جی تعیناتۍ په خدوخال او اغراض و مقاصد بريفنګ وركړې شو۔ په غونډه كښې په 27 دسمبر 2022 د کابینې په غونډه كښې د شوې پريكړو په رڼا كښې په مکران كښې د ایډیشنل انسپکټر جنرل آف پولیس تعیناتۍ په تګلارو او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل نوې ایډیشنل آئی جی تعیناتۍ لپاره د ټول سټیك هولډرز مشاورت سره به تګلاره مرتب كولې شي۔










