کوئټه 13 نومبر (اے پي پي) اسسټنټ کمشنر حبیب احمد بنګلزئی او تحصیلدار ثناء الله بلوچ په بائی پاس د لګولې شوي هولډنګ کیمپ دوره وكړه او دغلته ئې غیر قانونی كډوالو له د وركړې كيدونكو آسانيو او انتظاماتو جاج واخست، دوي كډوالو سره ملاقات هم وكړو۔ اے سی د انتظامیې لخوا د لګولې شوي فری میډیکل کیمپ دوره هم وكړه۔ ډاکټرانو هغه هولډنګ کیمپ كښې پاتې كېدونكو كسانو له …
چمن ، د اے سی حبیب احمد بنګلزئی او تحصیلدار ثناء الله بلوچ د بائی پاس هولډنګ کیمپ دوره، د آسانيو جاج يۍ واخست

مزید خبریں
کوئټه 13 نومبر (اے پي پي) اسسټنټ کمشنر حبیب احمد بنګلزئی او تحصیلدار ثناء الله بلوچ په بائی پاس د لګولې شوي هولډنګ کیمپ دوره وكړه او دغلته ئې غیر قانونی كډوالو له د وركړې كيدونكو آسانيو او انتظاماتو جاج واخست، دوي كډوالو سره ملاقات هم وكړو۔ اے سی د انتظامیې لخوا د لګولې شوي فری میډیکل کیمپ دوره هم وكړه۔ ډاکټرانو هغه هولډنګ کیمپ كښې پاتې كېدونكو كسانو له د وركړې كېدونكو طبي آسانيو په اړه خبر كړو۔ده په هولډنګ کیمپ كښې پاتې كېدونكو كسانو څخه د وړاندې كېدونكو طبي آسانيو په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ په دې موقع ده د هولډنګ کیمپ منتظمینو ته د اوبو او خوراك او نورو آسانيو باوري كولو هدايت هم وكړو۔











