پېښور ۔ 03 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران كابينې خصوصي غونډه د وزيراعلې اعظم خان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ وشوه په كومه كښې چې په غېر قانوني توګه د مېشته بهرنيو وګړو بېرته لېږلو د اړوندو بېلو چارو بشپړ جاج واخستلے شو۔ د نګران كابينې غړو او چيف سېكرټري ندیم اسلم چوهدري ، اېډیشنل چیف سېکرټري(داخله) عابد مجید او نورو اړوندو چارواكو په غونډه …
د خيبر پښتونخوا نګران كابينې خصوصي غونډه ٬ په غير قانوني توګه د ميشته بهرنيو وګړو بيرته ليږلو سره د اړوندو چارو جاج واخستلے شو

مزید خبریں
پېښور ۔ 03 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران كابينې خصوصي غونډه د وزيراعلې اعظم خان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ وشوه په كومه كښې چې په غېر قانوني توګه د مېشته بهرنيو وګړو بېرته لېږلو د اړوندو بېلو چارو بشپړ جاج واخستلے شو۔ د نګران كابينې غړو او چيف سېكرټري ندیم اسلم چوهدري ، اېډیشنل چیف سېکرټري(داخله) عابد مجید او نورو اړوندو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د بهرنيو وګړو خپلو هېوادونو ته بېرته لېږلو لپاره د پورته كړو اقداماتو او انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعلی د انتظاميې لخوا په هولډنګ سېنټرز كښې بهرنيو وګړو لپاره په شوو انتظاماتو او دوي ته په وركړې كېدونكو آسانيو د اطمينان څرګندونه كولو سره په دې لړ كښې د انتظاميې د كردار ستائنه وكړه۔ ده د بهرنيو وګړو د بېرته لېږلو په عمل د راتلونكو مصاريفو سپېځلتيا په هر صورت د باوري كولو په حاجت هم زور راوړلو سره ووئيل د ټولو خرڅونو ريكارډ دې مرتب كړے شي او دې لپاره دې تګلاره هم وضعه كړې شي۔











