مراکش كښې د 6.8 شدت زلزله، 296 كسان مړه

رباط 09 ستمبر (اے پي پي) مراکش كښې د 6.8 شدت زلزلے له امله 296 كسان مړه او 153 كسان ژوبل شوې دي۔د مراکش خبررسني ادارې د كورنيو چارو وزارت په اړه وئيلي چې مراکش كښې د ځائې وهت له مخې د شپے په 11:11 زلزله راغلې د دې زلزلې نه 19 دقيقي پس د 4.9 شدت آفټر شاك راغلې۔ده ووئيل د زلزلے مرکز د مراکش سوئيلي لويديز كښې 71 …

رباط 09 ستمبر (اے پي پي) مراکش كښې د 6.8 شدت زلزلے له امله 296 كسان مړه او 153 كسان ژوبل شوې دي۔د مراکش خبررسني ادارې د كورنيو چارو وزارت په اړه وئيلي چې مراکش كښې د ځائې وهت له مخې د شپے په 11:11 زلزله راغلې د دې زلزلې نه 19 دقيقي پس د 4.9 شدت آفټر شاك راغلې۔ده ووئيل د زلزلے مرکز د مراکش سوئيلي لويديز كښې 71 کلومیټره ’هائی اټلس ماؤنټینز‘ غرونو كښې 18.5 کلومیټره ژور كښې ؤ۔ده ووئيل د زلزلے جھړقونه ساحلی ښارونو رباط، کاسا بلانکا او الصویره كښې هم محسوس شوې۔ده ووئيل يو عارضی رپورټ له مخې د زلزلے له امله الحوز، مراكش، وورزازات، أزيلال، شيشاوة او تارودان صوبو او میونسپلټیز كښې 296 كسان مړه او 153 كسان ژوبل شوې كوم چې روغتونونو كښې بستر دي۔د مراکش پوځ د آفټر شاکس خطرو ترمخه وګړو ته د احتیاطی تدابیر خپلولو او محفوظ ځايونو ته د رسيدلو سپارښتنه كړې ده۔